Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د هوايي ډګر رغوَنې غوښتنه

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي له حکومت څخه په دې ولایت کې د هوايي ډګر رغوَنه غواړي، دوی زیاتوي چې حکومت دې هغه کړې ژمنه چې په دې ولایت کې به د کورنیو او بهرنیو سفرونو لپاره ملکي هوایي ډګر جوړوي باید ژر تر ژره پوره کړي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي په دې باور دي چې د هوايي ډګر په جوړیدو سره به دې ولایت کې خورا ډېرې اسانتیاوې خلکو ته برابر شي.

ولایتي اداره ژمنه کوي چې د هوایي ډګر چارې به سږ کال پیل شي او بودیجه ورته ځانګړې شوې.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، که دې ولایت کې ملکي هوایي ډګر جوړ شي ؛نو د کورنیو سفرونو ترڅنګ به بهرني سفرونه هم د دې ولایت خلکو ته خورا اسان شي.

د ننګرهار اوسېدونکی، وسیم کریمي څرګندوي:«د ننګرهار ولایت وګړې زیات دي او باید هوايي ډګر جوړ شي او موږ له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو، ځکه چې سیمه شته هره ورځ غضبیږي.»

همداراز نورالله زیاتوي:«ولایتونو او بهر ته تګ لپاره ډېره اړینه ده(د هوايي ډګر جوړول) خو له بده مرغه نه دی شوی.»

ولسمشر غني له ننګرهاریانو سره د ملکي هوايي ډګر د جوړیدو ژمنه هم کړې وه ؛خو تر اوسه یې لا پر ژمنه وفا نه ده کړې.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی، ذبیح الله زمری وايي:«بسټيزو پروژو کې ژمنې شوې دي او عمل نه دی شوی، خلک ډېر مایوسه دي، او هوايي ډګر لویه اړتیا ده او اقتصاد کې مهمه ونډه لري، او ننګرهار لوی ولایت دی.»

چارواکي خبر ورکوي چې د هوايي ډګر لپاره بودیجه ځانګړې شوې او سږ کال به یې چارې هم پیل شي.

د ننګرهار ولایت سرپرست مرسیتال، سید احمد شاه سادات په دې اړه وايي:«تېره اوونۍ د هوايي چلند او د مالیې وزارت استازي راغلي وو او د اډې سیمه مو ولیده چې سږ کال به یې حکومت چارې سږ کال پیل کړي.»

باورنه دا دي چې له اقتصادي اړخه هم ملکي هوايي ډګر ننګرهار ته خورا مهم دی او مرکزي حکومت یې باید د جوړولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

ننګرهار کې د هوايي ډګر رغوَنې غوښتنه

د ننګرهار ولایتي شورا غړي په دې باور دي چې د هوايي ډګر په جوړیدو سره به دې ولایت کې خورا ډېرې اسانتیاوې خلکو ته برابر شي

شریک یي کړئ