Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر نفتي توکو ګمرکي تعرفه پنځوس سلنه کمه شوې

د مالیې وزارت چارواکي وايي چې په بازارونو کې د نفتي توګو د بیو د کموالي لپاره، پر دغو توکو ګمرکي تعرفې پر هر ټن له ۱۲ سلنې ۶ سلنې ته راکم کړی دی.

د تېلو د ګمرکي تعرفو د شپږ سلنې په کمښت سره د ماليې وزارت وايي دا وزارت به له دې وروسته په هرو درېیو میاشتو کې په نړیوالو بازارونو کې د دغو توکو بیې ته په پام سره پر نفتي توکو ګمرکي تعرفه ولګوي.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال نجیب الله وردک وايي هڅه کېږي چې پر تېلو او اوبلن ګاز نورې لوړې بیې هم کمې شي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال وایي له دې وروسته پټرول په «اې اتیا» معیار سره چې په تیرو کلونو کې یې واردیدل منعه شوي و د شرکتونو لخوا واردیداي شي.

ښاغلي وردک څرګنده کړه:«له دې وروسته پټرول د «اې ۸۰» معیار سره چې په تېرو کلونو کې هېواد ته د هغه واردېدل منع شوي وو، د شرکتونو له خوا واردېدای شي.»

هغه زیاتوي:«حکومت چې له نورو هېوادونو نفت پېري، حکومت حکومت ته د نفتو د پېرلو تړون دې ولري. او دا پرېکړه د نفتي توکو د بیې د کموالي لپاره نیول شوې ده.»

د تېلو او اوبلنو ګازو ریاست مسوولین وايي دا کار به په بازارونو کې د دغو توکو پر بیو اغېزه وکړي.

د دغې ادارې رییس ولید تمیم په دې اړه څرګنده کړه:«د دغه سکټور د ملي عوایدو ونډه، له دې وروسته د د نویو تعرفو پر بنسټ، واردونکي اړ باسي چې له ناقانونو لارو اقدام ونه کړي او همدارنګه خپلې پیسې فاسدو کسانو ته چې په نظام کې دننه وي او که بهر ور نه کړي.»

د نفتي توګو او اوبلن غازو د واردونکو شرکتونو د ټولنې مشر اذرخش حافظي وايي:«موږ د دې ترڅنګ چې ژمنه کوو، د دغې مصوبې په عملي کولو کې به هڅه وکړو چې د هغه په تطبیق سره به د نفتي توکو په لېږد کې به پر خپلو ژمنو عمل وکړو.»

په اوسني وخت کې د هېواد په بازارونو کې د یو لیټر پټرول بیه تر ۴۶، د یو لیتر ډیزلو بیه ۴۵ او د یو لیتر ګازو بیه ۵۸ افغانۍ ده خو په ځینو سیمو او کوڅو کې له دې په لوړه بیه پلورل کېږي.

یو شمېر کابل ښاریان له حکومته غواړي په پرچون پلورنځیو کې هم د دغو توکو د بیو کمښت ته پام وکړي.

شریک یي کړئ