Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې اورلګېدنې هټۍ والو ته ۱۰ مېلیونه افغانۍ زیان رسولی

د سې‎شنبې په ورځ (د زمري په ۳ مه) د کابل د مېوې په بازار کې، د اور لګېدنې له امله هټۍ‎ والو ته باندې ۱۰ مېلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

که‎څه هم تراوسه د اورلګېدنې لامل مالوم نه دی، خو ځینې دغه هټۍ‎وال د بسته‎بندۍ د پلاسټیکي سبدونه د اور لګېدنې د پراختیا او د ډېرو زیانونو د رامنځته کېدو لامل بولي.

هغوی زیاتوي چې ځینو هټۍ‎والو د ځينو نورو هټۍ‎والو له مخنيوي او امنیتي حوزې ته له شکایت سربېره دغه سبدونه یې د خپلو هټیو پر بامونو غونډ کړي وو او سوداګرو او امنیتي ځواکونو د اورلګېدنې له احمتال څخه خبر ورکړی وه.

 اورلګېدنه چې د هټیو له بامونو څخه پیل شوه.د سبدونو د سوځېدو سربېره، د ځينو هټيو چتونه هم راولېدلي دي.

په دغې اور لګېدنه کې څه باندې ۱۳ هټیو د سوځېدو له امله  کابو ۱۰ مېلیونه افغانۍ زیان رسېدلی.

یو تن له هټۍ والو څخه محمد اکبر وايي:«یوځل له دغه کنج څخه اور لګېدنه پیل شوه او ما د اوبو پایپ راپورته کړ او نورو هټۍ والو ته مې هم غږ کړ، خو ډېر ژر ټول ځای او سبدونو اور واخیست.»

یو بل هټۍ‎وال امان وايي:«لومړی د سبدونو سر اور واخیست او وروسته د هټیو چتونه وسوځېدل.»

اورلګېنده  د غرمې په ۱۲ بجو او ۱۵ دقیفو کې را منځته شوه ؛ د امنیتي چارواکو په وینا اور وژوونکو وکړای شول چې له ۲۰ دقیقو څخه په کم وخت کې دغه ځای ته ځان ورسوي او د اور د پراخېدو مخه ونیسي.

د څلورمې امنیتي حوزې امر محمد فاروق وویل:«زموږ پولیس ډېر ژر سیمې ته ورسېدل او زه په خپله هم، او همدارنګه اور وژونکې ډلې په ډېرې زړورتیا او چټکتیا سره ځان دلته راورساوه. د خلکو، د سمیې د پولیسو، او د اور وژنې ډلې همکارۍ او د کابل د امینه قومندان ټينګار د دې لامل شو اور چې ډېر شدید وه ژر مړ شي.»

د کابل د کسبه کارو د ټولنې د شورا رییس نورالحق نذیر عمري څرګنده کړه:«که‎چېرې د څلورمې حوزې د امریت او اور وژنې همکاري نه وای، ښايي ټول دغه بازار اور اخیستی وای.»

اخوا یو شمېر هټۍوال چې زیانمن شوي دي ؛ د دوی خبرداریو ته د سوداګرو او امنیتي ځواکونو له بې پامۍ شکایت کوي .

یو تن هټۍ وال نصیر وايي:«موږ لس ځله وویل چې سبدونه دلته مه ساتئ چې اور لګېدنه کېږي او ټول خلک به زیانمن شي.»

بل هټۍ وال فرید چیله باغ وویل:«دولت دې له دغو هټۍ‎والو سره مرسته وکړ، ښايي حکومت څه نا څه مرسته وکړي، حکومت داسې حکومت نه دی چې د هټۍوالو ټول زیانونه جبران کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د پلازمېنې یو سوداګریز مرکز دغه راز د اور خوراک کېږي ؛ او کسبګرو او سوداګرو ته خورا ډېر زیان اړوي .

 که څه هم چارواکو په تېره بیا کابل ښاروالۍ په ځلونو ویلي دي چې په غیر معیاري توکه د دغو مرکزو جوړېدو او د خوندیتوب د معیارونو ته نه پاملرنې دغه زیانونه زیات کړي دي ؛ خو تر اوسه د دې وضعیت د ښه کېدو لپاره د ښه حکومت له خوا کوم ګام نه دی پورته شوی .

شریک یي کړئ