د کرنې او اوبو لګولو وزارت، د روان کال په لړ کې په فراه کې د هندوانو د پنځه سلنې حاصلاتو له زیاتوالي او همدارنګه د هندوانو د پلور له درکه د ۴ مېلیاردو افغانیو له عایده خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې وړاندوینه کېږي چې سږ کال په فراه کې د هندوانو حاصلات ۵۷۸ زره ټنه به وي، چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.
د نوموړي وزارت په وینا د اقلیم مساعدوالي او په فراه کې د کښتونو حاصلاتو ته په پام سره، اټکل کېږي چې د هندوانو د یوه هکټار کرل شوې ځمکې څخه به ۳۴ ټنه هندوانې راغونډې شي.
د کرنې وزارت وايي چې سږکال بزګرو، په دغه ولایت کې به بزګر د هندوانو د پلور له درکه ۴ مېلیارده افغانۍ عواید ولري.
د کرنې او اوبولګولو وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت په ځینو ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره یو شمېر پروګرامونه په پام کې لري.