Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پشت رود ولسوالۍ کې د اوبو دوه کوچني بندونه جوړ شول

د  فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د اوبو دوه کوچني بندونه د څه باندې ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو بندونو د جوړولو لګښتونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري ورکړ شوي دي.

د پشت رود ولسوالۍ مرستیال، عبدالسلام فضلي وویل:« دا بندونه په پشت رود ولسوالۍ کې دي او شپږ میاشتو کې بشپړ شول چې ۳۱۰ زره امریکایي ډالر پرې لګښت راغی.۰»

د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست استازي، محمد نواب هم څرګنده کړه: « ۴۰۰ متره سنګ کاري شوې چې نږدې ۳ زره متره مکعبه کېږي او له ۲۲۰ تر ۲۳۰ مټرو کیفیت لرونکی استنادي دېوال ورته جوړ شوی دی. »

مسوولان وایي، دا بندونه به د فراه رود سیند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د پشت رود ولسوالۍ تر لسو کلیو او همداراز د فراه تر مرکزه ورسوي.

د فراه ولایت اوسېدونکي او کروندګر چې له کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله ستونزو سره مخ دي، د دغو بندونو په جوړېدو سره خوښ دي.

د پشت رود ولسوالۍ اوسېدونکي نور احمد وايي: « له ډېرو ستونزو سره مخ یو. له خدایه شکر کوم چې نن دغه بند بشپړ شو. هغه ستونزې مو چې لرلې د خدای (ج) په توکل به حل شي.»

د فراه یو شمېر نور اوسېدونکي د بخش اباد بند د چارو پر چټکتیا ټینګارکوي.

د دوی په خبره، وروستیو کلونو کې د اوبو د نشتون له امله د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه ژورې څاګانې کیندي، چې له امله یې د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ټیټه شوې ده.

د فراه اوسېدونکي نثار احمد منصوري په دې اړه وویل:« خلک حاضر دي چې هر ډول مرسته وکړي تر څو بند جوړ شي. دوی چمتو دي چې خپلې ځمکې وپلوري او دغه بند ته پیسې ورکړي.»

فراه د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو دی، چې وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله سخت ځپل شوی، چې ډېری کرنیزې ځمکې یې له کښته پاتې شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه