د کابل یو شمېر اوسیدونکي د شنبې پر ورځ( د کب۵مه)د پلازمینې په بازارونو کې د توکو د بیو د لوړوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره حکومت ناغېړی او پلورونکي په ګرانپلورنې تورنوي.
دوی وایي، د پاکستان د لویې لارې له خلاصیدو سره سره لا هم تازه میوو او سابو بیې دوه برابره دي.
که څه هم د سوداګرۍ او صنایعو خونې وایي، سره له دې چې تراوسه پورې له پاکستان څخه بار شوي توکي بازارونو ته نه دي رسیدلي، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په بازارونو کې د توکو بیې کمې شوې دي.
له پاکستان سره د پولو په تړل کیدو سره، د هېواد په بازارونو کې د یوشمېر سبو او میوو بیې لوړې شوې، خو د دې لارې په پرانیستل کیدو سره لا هم د توکو لوړو بیو باندې اغېزه نه ده کړې.
د کابل اوسېدونکی، مسجدي څرګندوي:«په بازارونوکې ستونزې زیاتې دي، کله چې بیې لوړیږي نو په چټکه لوړیږي، خو د بیو ښکتهوالۍ ډېر په ورو وي، د توکو بیې لوړیږي خو نه ښکته کېږي.»
د کابل بل اوسېدونکی زیاتوي:«حکومت باید د احتکار او انحصار مخه په بازارونو کې ونیسي، خلک بېوزله دي نشي کولی چې په لوړه بیه توکي وپيري.»
بلخوا د سوداګرۍ اوصنایعو خونې په بازارونو کې د ګرانپلورنې په منلو سره وايي چې په پاکستان کې د رخصتیو له امله بار شوي موټرونه لا پلازمینې ته نه دي رارسیدلي.
د سوداګریو او صنایعو خونو ویاند، صیام پسرلی وايي:«د نوي کال رخصتیو له امله په پوله کې د توکو رالیږد کې ځنډ شوی دی، او هیله ده چې دا توکي ډېر ژر هېواد ته راورسېږي او د توکو بیې راکمې شي.»
د سوداګرۍ وزارت ویاند، مسافر قوقندي زیاتوي:«د ډېرو توکو بیې چې لوړې شوې وې اوس کمې شوې دي او موږ پر بازارونو څار لرو.»
اوسمهال په بازارونو کې د یو شمېر وارداتي توکو ترڅنګ ډېر شمېر د افغانستان میوې هم په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کیږي.