Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د بندرونو تړل کېدل د هېڅ هېواد په ګټه نه دي

یوه اوونۍ کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ د تورخم لاره تړل شوې خو تر دې دمه یې د پرانیستلو هېڅ څرک نه لګیږي.

د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، د کراچۍ په بندر کې د سوداګرو د سوداګرویزو توکو له ۵۰۰ د زیاتو کانټینرونو درول کېدو او له پاکستان سره د بندرونو تړل کېدو دوی ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

دغه سوداګر د دواړو هېوادونو له مسوولانو غواړي چې ژر تر ژره بندرونه بېرته پرانیزي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي زلمي عظیمي طلوع نیوز ته و ویل: « پاکستان د افغانستان پر مخ لارې تړلي دي چې زموږ زرګونه کانټینر هم دې  غاړې ته او هم اغې غاړې ته بند دي چې د ورځې لږ تر لږ شل میلیونه ډالر تاوان پر موږ راځي.»

سوداګر محبوب الله محمدي په دې اړه  و ویل: « حکومت باید د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیاوو د زیاتولو لپاره پر نورو بندرونو فکر وکړي لکه چابهار، د منځنۍ اسیا بندرونه او واخان بندر. حکومت باید دا چاره خپل لومړیتوب وګرځوي.»

د اسلامي امارت مسوولان د پاکستان لخوا د افغان موټر چلوونکو لپاره د پاسپورټ او وېزې د شرطونو اېښودل یو ستونزمن کار ګڼي او د دې تګلارې جوړېدل د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ په زیان بولي.

هغه وایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندرونو تړل کېدل د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « پاکستان تل د خلکو د غوښتنو پر خلاف یو نوی قانون په زور منل غواړي، دې چارې سوداګري اغیزمنه کړې، لارې تړل شوي او هغه شرایط چې دوی ایښي دې ډېر ستونزمن دي. پاسپورټ او ویزه یې ضروري کړې ده په داسې حال کې چې هره ورځ زرګونه کسان تګ او راتګ کوي.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د بندرونو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر اقتصاد او سوداګرۍ او ان د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خان جان الکوزي و ویل: « اقتصاد باید د سیاست او امنیت څخه جلا شي او د نړۍوالو اصولو پر بنسټ سوداګري وکړو. داسې هېوادونه هم شته چې ترمنځ یې سفارتونه نشته خو سوداګري شته ده د بېلګې په ډول د روسیې او اروپا ترمنځ ګڼې ستونزې دي خو سوداګري یې په عادي ډول روانه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تورخم بندر تر څنګ د سپين بولدک، غلام خان بندر، خرلاچي، انګور اډې او چمن بندرونه هېواد د سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوي دي.

د اسلامي امارت مسوولان د پاکستان لخوا د افغان موټر چلوونکو لپاره د پاسپورټ او وېزې د شرطونو اېښودل یو ستونزمن کار ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه