د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند ګواښ کوي کهچېرې د هغه د بندې کېدو او وهل ټکول کېدو په اړه دننه په هېواد کې د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا رسېدنه ونه شي، هغه به نړیوالې محکمو ته شکایت وکړي.
ښاغلی محمد ادعا لري چې د بلخ د والي د وسلهوالو له خوا له نیول کېدو وروسته،د بلخ د والي په کور کې د والي او زامنو له خوا یې وهل ټکول شوی دی.
هغه همدارنګه د حکومت له مشرانو او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو غواړي چې د هغه د ربړولو عاملان محکمې ته وکاږي.
ښاغلي مومند وویل:«د ښاغلي اشرف غني او عبدالله کارونه ښه دي؛ او ان شاالله هغه محاکمه کوي، کهچېرې محاکمه نه شو، اړ یم چې خپله عریضه نړیوالو محکمو ته وسپارم. له بهرنیو سفیرانو هم غواړم.»
حکومت او د بلخ د والي دفتر، د حقیقت موندونکي پلاوي د پایلو له بشپړېدو وړاندې په دې اړه څه نه وايي.
خو جمعیت اسلامي په یوه خبرپاڼه کې کښلي، چې ځینو کړیو په دې وروستیو کې په بلخ کې شر جوړ کړی او د خلکو هوساینه یې زیانمنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې حکومت دې خپلو مسوولیتونو ته پام ولري، او ډېر ژر دې د دغه څېر چلوټیو مخنیوی وکړي.
په همدې حال کې د هېواد په شمال کې د بشري حقونو کمېسیون رییس سیدحمد سامع وايي چې هېڅوک حق نه لري چې څوک وربړوي.
هغه په دې اړه وویل:«د قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ هېڅوک حق نه لري چې څوک شکنجه او ربړوي، د عدلي او قضايي ارګانونو په ګډون چې د کس د نیولو او څېړنې واک هم لري.»
خو تر دې وړاندې د بلخ د والي ویاند ویلي و، چې امنیتي ځواکونو؛ ښاغلی مومند د اسنادو د جعل او تزویز په تور د لویې څارنوالۍ په امر نیولی دی.
خو لویه څارنوالۍ وایي، د ښاغلي مومند د نیولو حکم یې نه دی صادر کړی.