Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

آصف مهمند: زما قضیه مه سیاسي کوئ

دبلخ د ولایتي شورا غړی، محمد اصف مومند وایي چې د نوموړي د وهلو ټکولو په اړه حقیقت موندنکي پلاوي خپلې څیړنې د تېري سه شنبه پر ورځ پای ته رسېدلې چې تراوسه له خلکو سره نه دې شریکي شوي.

اصف محمد مومند یو ځل بیا له ولسمشر غني غواړي چې د مزار شریف په جلاالدین بلخي په هوايي ډګر کې د ده وهلو ټکولو د پيښې په اړه بې غوري ونه کړي.

د بلخ ولایتي شورا غړی، محمد آصف مهمند زیاتوي:«زما قضیه مه سیاسي کوئ! زه له عطا محمد نور سره ستونزه لرم او دا حقوقي موضوع ده. ولسمشره تاسو څخه غوښتنه کوم او یوه اوونۍ وخت درکوم.»

حکومت په دې اړه د ترلاسه شوو مالوماتو په اړه څه نه وايي، خو د بلخ والي تېره ورځ (یک‎شنبې د وږي۵مه)د سمنګانو ولایت د اوسیدونکو په غونډه کې دغه اعاء یوه دسیسه وبلله.

په همدې حال کې د بلخ والي، عطامحمد نور څرګندوي:«هغه کس یې چې زما پر وړاندې د چلوټۍ لپاره کارولی دی، زما پر وړاندې د میاشې په اندازه هم ارزښت نلري! د خدای په لطف دی کلان کاری نه وي، زه څه اړتیا لرم چې له هغې سره رقابت وکړم، زه له تاسره ، ولسمشر سره رقابت کوم.»

په همدې حال کې ښاغلی مومند له ولسمشر نه غواړی چې له دې نور ځنډ ونکړي او د دغې پلاوي د څیړونو پایلی دې لوی څارنوالۍ ته واستوي.

نوموړی وړاندې وايي:«زه عطا محمد نور برمته کړی یم او کورته یې وړی یم، وهلی ټکولی یې یم، زما سر یې مات کړ او زما غوږ یې پرې کړ، دا کومه پټه خبره نه ده.»

د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مومند ادعا کوي چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د مزار شریف د جلال الدین بلخ په هوايي ډګر کې لمړی د والي له وسله والو کسانو ونیول شو او وروسته يي وهلی ټکولی.

آصف مهمند: زما قضیه مه سیاسي کوئ

محمد آصف مهمند یو ځل بیا له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې قضه یې وڅېړل شي او پر وړاندې یې بې پرې پاتي نشي

شریک یي کړئ