Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټرالیا د کرېکټ نړۍوال جام اتله شوه

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله، د ۲۰۲۳ کال د ۵۰ اوریز نړۍوال جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

د اسټرالیا او هند ملي لوبډلو نن (یکشنبې) له غرمې وروسته د ۲۰۲۳ کال د نړۍوال جام سیالیو په پای لوبه کې سره مقابلې شوې.

دغه لوبه د هند هند په احمداباد ښار کې د «نرېندرا مودي» په لوبغالي کې د هند له توپ‌وهنې سره پېل شوه.

د هند لوبغاړو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ او ۵۰ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د اسټرالیا ملي لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره لوبه پېل او چټکې منډې یې وکړې.

بالاخره اسټرالیا وتوانېده چې د لوبې په ۴۳ اور کې د څلورو لوبغاړو له سوځېدو سره د هند له خوا ورکړل شوی هدف پوره او د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ اتلولي خپله کړي.

د کرېکټ د ۵۰ اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام د هند په کوربتوب د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو ترمنځ د اکټوبر پر پنځه نېټه پېل شوې وه. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه