د افغانستان د نولس کلنې فوټسال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی، محمود سیدي له څه مودې راهیسې د کولمو په سرطان اخته دی چې په ایران کې تر درملنې لاندې دی.
د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمیسیون مسوولین مني چې ښاغلی سیدي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پر دغه ناروغۍ اخته دی.
محمود سیدي، اوس په ایران کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي او د اقتصادي ستونزو له امله د درملنې وس هم نه لري.
د فوټسال لوبې یو شمېر مینهوالو په ټولنیزو رسنیو کې د یوه کمپاین په پیلولو سره له فوټبال فدراسیون او فوټسال کمیټې غوښتي چې د هغه د درملنې په موخه یې وضعیت ته رسېدنه و کړي.
محمود سیدي، په تېرو کلونو کې د فوټسال د تنکیو او ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلې د بریالۍ لارښوونې له امله د اسیايي سیالیو دویم مقام خپل کړ.
په دې اړه مو اندونه