Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په نړۍوالې درجه بندۍ کې ۶۱ ځای خپل کړ

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په نړۍوالې درجه بندۍ کې ۶۱ ځای خپل کړی او د اسیا په کچه یې ۱۵ مقام ترلاسه کړی دی.

د والیبال فدراسیون مسوولین وايي، ملي لوبډلې په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې له هېواده بهر په بیلابیلو سیالیو کې د غوره ګډون او ښو پایلو له امله په نړۍواله کچه له ۶۴مې درجه بندۍ ۶۱ مې ته راټیټ شوی او د اسیا په کچه له ۳۴مې درجه بندۍ ۱۵ مې ته راغلی دی.

اخوا، د والیبال لوبې مسوولین بیا زیاتوي، چې اوس مهال د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي په پاکستان کې د اسیايي لوبو لپاره د بشپړ چمتو والي په موخه په کابل کې د څو روزونکو له لوري خپل تمرینونه پیل کړي دي.

د والیبال اسیايي سیالۍ به د پاکستان په کوربتوب، د روان زیږیز کال په اپریل میاشت کې د افغانستان په ګډون د څو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه