د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډله، د شنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۳ مه) په نیوزیلنډ کې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې د پاکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته وردانګي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت په مالزیا کې، پاکستان ته یې د اسیا ملتونو په جام کې ماته ورکړه.
د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشر نوین الحق په دې اړه وویل:«موږ د بنګلهدېش د کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او موږ د ۱۹ کلنو لوبډلو د نړیوال جام سالیو لپاره چمتو یوو. موږ هیله لرو چې په دغو سیالیو کې ښه وځلېږو.»
په همدې حال کې افغانستان په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د وروستي پړاو ګټوونکی وه چې راشدخان د دغې لوبډلې یو مهم غړی وه.
له ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰ زیږدیزو کلونو څخه وروسته، دا درېیم ځل دی چې د کرېکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام په نیوزیلنډ کې ترسره کېږي.
افغانستان په (ډي) ګروپ کې ځای لري چې په هغه کې پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ به سیالي وکړي.
له دې وړاندې پاکستان، د کرېکت په نړیوال جام کې د ۱۹ کلنو لوبډلو یو له غورو لوبډلو څخه وه.