Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «موبي ګروپ» او «اس ال اف سي» سازمان ترمنځ د هوکړې لاسلیک

موبي ګروپ په هېواد کې د سپورټ په پراختیا او په ځانګړې توګه د افغانستان غوره لیګ تر نامه لاندې د فوټبال سیالي ترڅنګ اوس مهال په قفس کې د ازادې مبارزې دود کېدو په موخه له «اس ال اف سي» سازمان سره یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د موبي ګروپ او د «اس ال اف سي» سازمان چارواکي، د دغې هوکړې له لاسلیک څخه موخه په هېواد کې د ننه په قفس کې د ازادو سیالیو وده وبلله.

په افغانستان کې د موبي ګروپ د شبکو رییس مسعود سنجر په دې اړه وویل:«موبي ګروپ ژمن دی. لکه څرنګه یې چې د خلکو کور ته فوټبال راوست او د لومړي ځل لپاره یې د کرېکت نړیوالۍ سیالۍ د خپلو شبکو څخه خپرې کړې.سپورټ دی چې د خلکو ترمنځ خوښۍ او یووالی راوړي.»

د اس ال اف سازمان د پلاوي غړی وحیدالله شفیق په دې اړه څرګنده کړه:«موږ غواړو چې له موبي ګروپ سره په همکارۍ کې، هغه پټ استعدادونه چې په څنډه کې دي نړۍ ته معرفي کړو او دننه په قفس کې د ازادو سیالیو په لاره اچولو سره وکړای شو نوې او غوره څېرې معرفي کړو.»

دغه سازمان په افغانستان کې د سپورټ په برخه کې له درېیو کلونو راهیسې فعالیت کوي.

د دغه سازمان مسوولین وايي، د سږني کال په لړم میاشت کې به د قفس دننه ازادې نړیوالې سیالۍ په ککابل کې ترسره شي.

شریک یي کړئ