د افغانستان او وېسټ انډیز د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبې د باران د اورېدو له امله، مساوي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پای کې د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی راشد ارمان د ۱۰ ویکټو په ترلاسه کولو سره، د دغو سیالیو د فني کدر له خوا د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو.
د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د باران د اورېدو له امله ترسره نهشوه او مساوي پای ته ورسېده چې د دغې لوبې امتیازونه د دواړو لوبډو ترمنځ ووېشل شول.
له دې وړاندې او د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې وېسټ انډیز ته ۶۳ منډو په توپير سره ماتې ورکړې وه، خو په دویمه لوبه کې د څلورو ویکټو په توپیر سره لوبه یې ویسټ انډیز ته وبایلله.
د کرېکت د قوانیونو پر بنسټ کله چې لوبه د لوبډو ترمنځ مساوي شي کوربه لوبډله د سیالیو جام مېلمه لوبډلې ته ورکوي او له همدې امله د سیالیو جام افغانستان ته ورکړل شو.
دا په داسې حال کې دی چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله وېسټ انډیز ته د خپل په دغه سفر کې، په درې ۲۰ اوریزو لوبو کې د دغې لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه.
ټاکل شوې ده د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ هېواد ته راستنه شي او له یوه استراحت څخه وروسته د اېم سيسي له لوبډلې سره دلوبې لپاره د بریټانیا مرکز لنډن ته به سفر وکړي.