Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نامتو ویکټ‎کېپر به د افغانستان سره ټسټ لوبه کې نه وي

د هند کرکټ لوبډلې نامتو ویکټ کېپر، وردیمان ساحا د ګوتې له ټپي کېدو روسته ډاډه نه دی چې د افغانستان سره به په ټسټ لوبه کې ګډون وکړي او که نه. 

ټاکل شوې ده چې هند او افغانستان د روانې زیږدیزې میاشتې، جون په ۱۴مه د هند بنګلور ښار کې سره لوبه وکړي.

ساحا اوس مهال د خپلې ګوتې ښه والي په اړه د راپور په تمه دی چې راتلونکې اوونۍ به جراحي عملیاتو ته د نوموړي ګوتې اړتیا څرنګوالی ښکاره کړي.

ده په دې اړه ټایمز اف انډيا ته ویلي دي:«د هند کرکټ بورډ څار څانګه زما د ګوتې څارنه کوي، او دوی به پرېکړه کوي.»

دا ویکټ کېپر زیاتوي:«صادقانه باید اوایم چې ښایې د دې لوبې لپاره مناسب نه یم، په پایله کې پرېکړه زما په لاس کې نه ده.»

مخکې له دې هم ساحا په اوګه کې د ټپ له کبله د هند غوره لیګ کې د شپږو لوبو لوبېدل له لاسه ورکړي وو.

ویل کيږي چې د وردیمان ساحا پر ځای به پاتیل او یا هم کارتک له افغانستان سره په ټسټ لوبه کې لوبه وکړي، دواړو لوبغاړو له سویلي افریقا سره په روستیو پنځه اوره لوبو کې ګډون درلود.

ویل کيږي چې د وردیمان ساحا پر ځای به پاتیل او یا هم کارتک له افغانستان سره په ټسټ لوبه کې لوبه وکړي

شریک یي کړئ