د بدن جوړوَنې او ښکلا سپورټي لوبغاړي، یاسن قادري نن(یکشنبې د تلې۱۶مه) منګولیا کې د سیالیو کې د نړۍ اتلولي خپله کړه.
ښاغلي قادري په دې سیالیو کې د نړۍ د عضلاتو ښاغلي لقب خپل کړ.
ده په دې نړیوالو لوبو کې د اماتور او نوي کیلو ګرام وزن په درلودو سره د سرو زرو مډال خپل کړ.
له ښاغلي قادري سره په سیالۍ کې لسو د نورو هېوادونو لوبغاړو هم ګډون درلود.
ښاغلي قادري د لومړۍ ځل لپاره په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د افغانستان د عضلاتو ښاغلي لقب ترلاسه کړ.
ښاغلي قادري د روان هجري لمریز کال په وږي میاشت کې د اسیا د بندني ښکلا په سیالیو کې د سروزرو مډال ترلاسه کړی وه چې د هېواد د ملي اولمپک په ودانۍ کې ترې ستاینه هم وشوه.