Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غورلیګ شپږم پړاو د شاهین اسمايي له اتلولۍ سره پای ته ورسېد

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ شپږم پړاو په پای لوبه کې شاهین اسمايي او د میوند اتلان د لوبې ډګر ته ولاړل.

د فوټبال د غوره لیګ پای لوبه د دواړو لوبډلو له خوا یرغلي پیل شوه، خو د لوبې په ۲۵ دقیقې کې حمیدالله وکیلي د میوند اتلانو دروازه پرانیسته او د لوبې لومړنی ګول یې ترسره کړ.

د شاهین اسمايي لوبډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او د لوبې په ۴۴ مې دقیقه کې یې د رضا الله یاري په واسطه ۲ ګول ترسره کړ چې تر دې ځایه لوبه ۲ -۰ د اسمايي په ګټه پرېوده. او لومړۍ نیمه له همدې پایلې سره پای ته ورسېده.

دویمه نیمه د میوند اتلانو ښه او غښتلې پیل کړه او وتوانېده چې د دویمې نیمې په لومړۍ دقیقه کې یار محمد ذکرخېل لومړنی ګول ترسره کړي او لوبه ۲- ۱ شوه.

له دغه ګول وروسته لوبه معتدله شوه خو د لوبې په ۷۱ مې دقیقې کې امرالدین شریفي په دغې لوبه کې د اتلانو لپاره دویم او خپل لومړنی ګول ترسره کړ. او لوبه ۲ – ۲ مساوي شوه،  د لوبې تر ۹۰ دقیقې بله هېڅ ګول ترسره نه شو او لوبه اضافي وختونو ته ولاړه.

د اضافي وخت په ۱۵ لومړنیو دقیقو کې شاهین ښه وځلېده او وتوانېده چې د لوبې په ۹۹ دقیقه کې د عمران ولي زاده په واسطه خپل ۳ ګول ترسره کړي.له دغه ګول وروسته اتلانو لوبه چټکه کړه خو د لوبې په ۱۰۲ دقیقه کې حمید حبیبي د شاهین اسمايي لپاره ۴ ګول ترسره کړ. او د اضافي وختونو لومړنۍ نیمايي له ۴- ۲ پایلې سره پای ته ورسېده.

د اضافي وختونو دویمه نیمه اتلانو ښه پیل کړه او وتوانېدل چې د لوبې په ۱۱۳ دقیقه کې امان الله د اتلانو درېیم ګول ترسره کړ. خو د اضافي وختونو تر پایه کوم بل ګول ترسره نه شو او د افغانستان د غوره لیګ د شپږم پړاو پای لوبه د ۴- ۳ له پایلې سره د شاهین اسمايي له اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

TOLOnews

شریک یي کړئ