د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی راشد ارمان د هند، ویسټ اندیز، په غوره لیګونو کې له ښه ځلېدو وروسته د اسټرالیا په غوره لیګ کې د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې په امتیاز پلورلی دی.
راشد ارمان وتوانېد چې د ویسټ انډيز په غوره لیګ کې د لومړي ځل لپاره په یوه اور کې د سیالۍ لوبډلۍ درې لوبغاړي وسوځوي.
ښاغلي راشد له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کې وویل:«زه ډېر خوشحاله یم چې د سټرایکرز له لوبډلې سره د اسټرالیا په غوره لیګ کې تړون کوم. دا یو ډېر ستر ویاړ دی او زه ویاړم چې د لومړي افغان په توګه په دغو سیالیو کې ګډون کوم. هیله لرم چې د سټرایکرز په لوبډله کې له خپلو لوبډلوالو سره ښه همغږي او همکاري ولرو.»
ټاکل شوې ده چې د اسټرالیا د غوره لیګ سیالۍ چې په بیګ باش شهرت لري د روان زیږدیر کال د ډیسمبر په ۱۹مه پیل او د نوي کال په ۴ مه ورځ پای ته به ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې راشد خان ارمان، د هېواد د کرېکټ مشهوره لوبغاړی د روان کال په وري میاشت کې د هند غوره په لیګ کې د حیدر اباد سن رایزرز له لوبډلې استازیتوب وکړ.