په دې لوبه کې لومړۍ د سنګاپور هېواد د نولس کلنو لوبډلې توپ وهل (بېټینګ) پیل کې او د لوبې په ۲۷ اور کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۹۲ منډې وکړي چې د توپ وهلو په برخه کې د سنګاپور لوبډلې لپاره اریامن سونیل تر نورو لوبغاړو ښه وځلید او ویې کړای شول چې د خپلې لوبډلې په ګټه ۲۸ منډې جوړې کړي.
بل خوا د توپ اچونې (بالینګ) په برخه کې د هېواد د ۱۹ کلنو د ملي لوبدلې لپاره یو سف ځاځی ښه وځلېد او ۵ لوبغاړي یې وسوځول .
د هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې لوبه ښه پېل کړه او ویې کړای شول چې د لوبې په ۱۸ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره د سنګاپور لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د لوبې ګټوونکې شي.
د نړیوالو سیالیو د غوراوي په درشل کې د افغان ۲ بریاوې
د توپ وهنې په برخه کې د هېواد د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې لپاره نوید عبید ښه وځلېد اخو د خپلې لوبډلې لپاره یې۳۰ منډې وکړي.
د توپ وهنې په برخه کې د سنګاپور لوبډلې لپاره بیا بریګي ایر ښه وځلید او دوه لوبغاړي یې وسوځول .
د دې لوبې په پای کې د افغانستان د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې لوبغاړی یو سف ځاځی د پنځو ویکټوپه اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.