د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ویسټانډيز سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه نن شپه( چهارشنبې د غبرګولي۲۴مه) ترسره کوي.
تېرو دوو لوبو کې یوه لوبه افغان لوبډلې او بله هم د سیالې لوبډلې په ګټه پایته رسېدلې وه.
دا برخلیکټاکونکې لوبه به د کابل پرمهال ۱۱ بجې پیل شي.
افغان لوبډله له ویسټانډيز سره په لومړۍ لوبه کې توانېدلې وه چې سیالې لوبډلې ته د ۶۳ منډو په توپیر سره ماته وکړي، خو دوهمه لوبه کې د څلورو منډو په توپیر یې ماته وخوړه.
وروستۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده ځکه چې بریالۍ لوبډله به د ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو د اتلولۍ جام خپلوي.
که افغانستان د دې لوبې بریا خپله کړي نو په دې سره به د کرکټ په نړیواله شورا کې خپله ځای لا هم کلک کړي.
د افغانستان لوبډلې تل هڅه کړې ده چې د کرکټ شورا دایمي غړو ته ماته ورکړي، ویسټانديز سره له ماتې سره به له زمبابوې دا دوهمه لوبډله وي چې ماتې خوري.