د افغانستان پراختیايي کرکټ لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د ۵ وکټو په توپیر سره ماته ورکړه.
لوبه لومړۍ زمبابوې پیل او د ۲۶،۵ اورونو له لاسه ورکولو سره یې ټولو لوبغاړي وبایلل او افغانستان ته یې د ۱۲۱ منډو موخه وټاکله.
که څه هم لوبه د باران له امله له ستونزو سره مخامخ وه خو افغان لوبډلې د ۵ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ورکړل شوې موخه پوره کړه.
په دې لیدنه کې عمران جنت ۲۸ منډې او شاهدالله ۲۲ منډې د افغانستان په ګټه ترسره کړې.
ټاکل شوې ده چې افغان پرمختیایی لوبډله به په زمبابوې کې د دې هېواد له الف لوبډلې پروړاندې ۴ یو ورځینۍ نورې لوبې د جنوری ۲۹ مه، ۳۱ مه او د فبروري په ۳ مه او ۵ مه نیټه د ترسره کړي.