ټاکل شوې ده چې د روشن افغانستان لیګ اتله لوبډله شاهین آسمايي سبا سېشنبه د پلې آف په لوبغاړي کې د کوبه هېواد تاجکستان له حاصلاتو لوبدلې سره لوبه وکړي.
دا لوبه به د لمر او طلوع ټلویزیون څخه خپره شي.
دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان د هېواد غوره لیګ اتل آسیايي لوبغالي کې لوبه کوي، شاهین سره له دې چې دوه میاشتې تمرین یې په هېواد کې ترسره کړی، اوس په تاجکستان کې پر تمریناتو بوخت دی.
د شاهین آسمايي روزونکی وايي:"لوبډله د تخنکي له پلوه لوبې ته چمتو د ه او انشاالله چې زموږ د انګیرنو له مخې به افغان لوبډله ښه لوبه ولري او موږ به بریالي شو."
افغان لوبغاړي هم د ښه تمریناتو او چمتوالي په اړه خبرې کوي.
د شاهین آسمايي لوبغاړی، سیدنصیر حسیني څرګندوي:"هلکان ښه چمتو دي او هره ورځ سخت تمرین کوي د خدای په هیله چې حاصلاتو ته به ماته ورکوو."