Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شاهین فوټبال لوبډله د شیخ‎کمال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه کوي

ټاکل شوې ده چې د یک‎‎شنبې پر ورځ بنګله‎دېش کې د شیخ کمال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له چیتا کانګونګ سره کوي.

دا لوبې د اتو لوبډلو او د بنګه‎دېش په کوربه‎توب ترسره کېږي.

افغانه لوبډله، شاهین آسمايي اوس د خپلې سیالې لوبډلې سره د لوبې لپاره پر تمرین بوخته ده.

دا لوبډله به په دوهم ګروپ کې له داکان محمدان، چیتاکانګونګ او مانانګ لوبډلو سره لوبه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې بنګله‎دېش ته له تګ څخه مخکې د شاهین آسمايي فوټبال لوبډلې روزونکی ویلي وه، چې لوبډله یې د دې لوبو لپاره کلک هوډ لري او هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي.

د یادې لوبډلې روزونکي، مجتبی فیض ویلي وه:"په تاجکستان کې مو په لوبو کې پرمختګ ونکړ، خو موږ دې لوبو ته چمتوالی درلود، سږ کال به دا لوبې په لوړه کچه وي او موږ به هڅه وکړو چې ښه مقام ترلاسه کړو."

د شیخ‎کمال جام لوبې هر کال په بنګله‎دېش کې ترسره کېږي چې تېر کال د افغانستان په استازې‎توب د سپین‎غر بازانو فوټبال لوبډلې په کې ګډون کړی وه او نیمه پای‎لوبې ته یې لار پیدا کړه، خو په پایله کې د هند پر وړاندې یې ماته ومنله.

دا په داسې حال کې ده چې بنګله‎دېش ته له تګ څخه مخکې د شاهین آسمايي فوټبال لوبډلې روزونکی ویلي وه، چې لوبډله یې د دې لوبو لپاره کلک هوډ لري او هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي

شریک یي کړئ