ټاکل شوې ده چې د یکشنبې پر ورځ بنګلهدېش کې د شیخ کمال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له چیتا کانګونګ سره کوي.
دا لوبې د اتو لوبډلو او د بنګهدېش په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانه لوبډله، شاهین آسمايي اوس د خپلې سیالې لوبډلې سره د لوبې لپاره پر تمرین بوخته ده.
دا لوبډله به په دوهم ګروپ کې له داکان محمدان، چیتاکانګونګ او مانانګ لوبډلو سره لوبه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې بنګلهدېش ته له تګ څخه مخکې د شاهین آسمايي فوټبال لوبډلې روزونکی ویلي وه، چې لوبډله یې د دې لوبو لپاره کلک هوډ لري او هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي.
د یادې لوبډلې روزونکي، مجتبی فیض ویلي وه:"په تاجکستان کې مو په لوبو کې پرمختګ ونکړ، خو موږ دې لوبو ته چمتوالی درلود، سږ کال به دا لوبې په لوړه کچه وي او موږ به هڅه وکړو چې ښه مقام ترلاسه کړو."
د شیخکمال جام لوبې هر کال په بنګلهدېش کې ترسره کېږي چې تېر کال د افغانستان په استازېتوب د سپینغر بازانو فوټبال لوبډلې په کې ګډون کړی وه او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه، خو په پایله کې د هند پر وړاندې یې ماته ومنله.