Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: ایران او روسیې د رایې ورکوونکو مالومات ترلاسه کړي دي

د امریکا متحده ایالاتو د امنیت مدیر، جان رتکلیف چهارشنبې (د تلې په ۳۰ مه نېټه) ویلي دي چې روسیې او ایران هڅه کړې څو د ۲۰۲۰ زیږدیز کال ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ټاکنې د نومبر میاشتې په درېیمه نېټه ترسره شي.

جان رتکلیف ایران د ډموکرات ګوند رایې ورکوونکو ته د ګواښونکو ایمیلونو په استولو تورن کړی دی.

هغه په یوې خبرې ناستې کې وویل:«موږ تایید کړې ده چې ایران او روسې په بېلابېله توګه د ځینو رایې ورکوونکو مالومات ترلاسه کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت مدیر وايي چې ایران او روسیې د ټاکنو په تړاو د عامه افکارو نفوذ لپاره مشخص اقدامات کړي دي.

مخکې له دې د امریکا د استخباراتو ویلي وو چې ایران ټاکنو کې ولسمشر ټرمپ ته د زیان رسولو په هڅه کې دی.

خو ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولی دفتر ویاند، امام علي رضا میریوصفي په دې تړاو څرګنده کړې ده:«ایران د امریکا ټاکنو کې مداخلې ته لېوالتیا نلري او پایلې ورته مهم نه دي.»

سره له دې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ګواښونکي ایمیلونه لا هم تر څېړنې لاندې دي چې د چا لخوا استول شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت مدیر وايي چې ایران او روسیې د ټاکنو په تړاو د عامه افکارو نفوذ لپاره مشخص اقدامات کړي دي

شریک یي کړئ