په غزه کې د کړکېچونو د لهمنځه وړلو لپاره د اسراییلو او فلسطین تر منځ د منځګړیتوب لپاره د قطر اندېښنې دوام لري.
قطر د درې اوونیو راهیسې، په غزه کې د سولې د ټینګښت او د حماس ډلې له خوا ۲۰۰ یرغمل شویو او د نورو کسانو د ازادولو لپاره له اسراییلي او حماس چارواکو سره خبرې اترې کوي.
دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې اسراییلي ځواکونو په تېرو درې اوونیو کې پر غزې باندې بریدونو ته زور ورکړی دی.
د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۷ زره فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه