Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزې له جګړې د نړۍ امنیت ته د ګواښ خبرداری

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه امنیت شورا ته د غزې د جګړې له امله د نړۍوال ګواښ په هکله خبرداری ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرټ ووډ ویلي چې دم‌ګړۍ امریکا د امنیت شورا له هېڅ اقدام څخه ملاتړ نه‌کوي.

رابرټ ووډ رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«په دې حال کې، موږ همدارنګه پر ستونزمنې او حساسې ډپيلماسۍ چې د ډېرو یرغمل نیول شویو د ازادولو، غزنې ته د دېرو مرستو د لېږلو او د ولسي وګړو د لا خوندیتوب لپاره  طراحي شوې، متمرکز یوو.»

متحده عربي اماراتو د پرېکړه‌لیک مسوده شورا ته وړاندې کړې ده چې د ګوټرش د لیک پر بنسټ او د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د «بیړني اوربند» پر غوښتنه عمل کوي.

د اماراتو د پرېکړه لیک دغه مسوده د عربي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ هم له ځان سره لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه