Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سبا به په پاکستان کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ټاکنې ترسره شي

ټاکل شوې سبا (پنجشبنه د سلواغې په ۱۹نېټه) په پاکستان کې ټاکنې ترسره شي.

په دغو ټاکنو کې به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د استازو ترڅنګ د ایالتي جرګو استازي هم وټاکل شي. د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې په دغو ټاکنو کې د ۲۶۶ څوکویو د ترلاسه کولو لپاره ۴۴ ګوندونه به سره سیالي وکړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي چې، د دغه هېواد شاوخوا ۱۲۹ مېلیونه کسان په دې ټاکنو کې د رایې ورکړې پر شرایطو برابر دي.

د پاکستان ځينې اوسېدونکي په دغه هېواد کې سراسري ټاکنو ته هیله من دي او ځينې بیا دغه ټاکنې واک ته د فاسدو رهبرانو د رسېدو لار ګڼي.

پاکستانۍ وګړې رابعه شفیق وايي:«زه په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې رایه ورکوم. غواړم یوه صادق ګوند ته رایه ورکړم. هغه ګوند ته چې، بې وزلو ته په صادقانه توګه کار وکړي.»

پاکستانی وګړی نعمان هم په دې هکله وايي:«غله به نوي حکومت ته بیا راوګرځي؛ څو د تل په څېر خپل جیبونه ډک کړي. دا به ټول هغه څه وي چې، دوی به یې ترسره کړي. دغه ټاکنې به خلکو او ځوانانو ته هېڅ ګټه ونه‌لري.»

د پاکستان په ټولټاکنو کې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ - نواز ګوند، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند، د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند، د مولانا فضل‌الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای پاکستان ګوند او د سراج‌الحق په مشرۍ د اسلامي جماعت ګوند مخکښ ګوندونه شمېرل کېږي.

د پاکستان پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري او له دې منځه بیا ۲۶۶ کسان یې د خلکو د مستقیمې رایې له لارې غوره کېږي. د پاکستان د پارلمان له پاتې اویاو څوکیو ۶۰ یې د ښځو لپاره او لس نورې څوکۍ یې غیر مسلمان لږکیو ته ځانګړې شوې دي.

په پاکستان کې لومړی وزیر بیا د پاکستان د ملي مجلس د غړو د رایې اچونې له لارې غوره کېږي او بیا د پاکستان ولسمشر د ملي مجلسونو، سنا او ایالتي شوراګانو په رایو سره غوره کېږي.

په پاکستان کې دغه ټاکنې په داسې حال کې دي چې، په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې امنیت ضد پېښې ډېرې شوې دي.

د پاکستان اوسنیو مسوولینو ډاډ ورکړی چې، د نوماندانو، د ریی ورکوونکو او د رایې ورکړې د مرکزونو امنیت ساتنې ته تابیاوې نیول شوې دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د طلاعاتو وزیر مرتضی سولنګی په دې هکله وايي:«د فبرورۍ پر اتمه د ۵شنبې ورځې د سوله‌ییزو، ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو د تضمین لپاره ټولې سرچینې په واک کې لرو.»

اوس پوښتنه دا ده چې، د پاکستان دغه ټاکنې به پر سیمې او په ځانګړې توګه پر افغانستان څه اغېز وکړي؟

د نړۍوالو چارو شنوونکی عزیز معارج طلوع‌نیوز ته وايي:«په پاکستان کې نوی لومړی وزیر واک ته راځي او همدارنګه ځينې نور بدلونونه، د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې کومه اغېزه نه‌لري. پاکستان چې د افغانستان په هکله کومه ژوره سټراټېژي لري، په هېڅ ډول بدلون نه کوي.»

په دې ټاکنو کې ۵ زره او ۱۲۱ کسان نوماندان دي او د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، په دغه هېواد کې د رایې ورکړې لپاره ۹۰ زره او ۵۸۲ مزکزونه جوړ شوي دي.

پر دغو ټاکنو به د اروپايي ټولنې، روسیې، جاپان، سوېلي افریقا، زېمبابوې، هالنډ، مالیزیا، هنګري، سویډن، اذربایجان، جرمني او ترکیې په ګډون د ځينو نورو هېوادونو ۹۲ نړۍوال څارونکي، څار ولري.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې په دغو ټاکنو کې د ۲۶۶ څوکویو د ترلاسه کولو لپاره ۴۴ ګوندونه به سره سیالي وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه