Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیت شورا له خوا په غزه کې «د بیړني اوربند» د پرېکړه‌لیک تصویب

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا بالاخره په غزه کې د بیړني اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

دغه پرېکړه‌لیک د روژې په مبارکه میاشت کې د بیړني اوربند، له قید او شرط پرته د ټولو یرغمل شویو ازادي او بشرپالو مرستو ته د ټولو خلکو د لاسرسي د تضمین غوښتنه کوي.

د دغه پرېکړه‌لیک تصویب ته ۱۴ هېوادونو مثبته رایه ورکړې او امریکا هم د تمې پرخلاف هغه وټو کړی نه‌دی او ممتنع رایه یې ورکړې ده.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د یمن دایمي استازی عبدالله السعدي ویلي چې د دغه پرېکړه‌لیک تصویب د عرب هېوادونو لپاره ارزښتناک دی او دغه پرېکړه‌لیک دې په غزه کې د دایمي اوربند په لور د لومړني ګام په توګه په پام کې ونیول شي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د دغه هوکړه‌لیک له تصویب وروسته، د هغه پر اجرايي کېدو ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړو د دغې غونډې په پېل کې، په مسکو کې د کروکوس په سالون کې د ډزو په پایله کې د وژل شویو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.  
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه