Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر غزې د اسراييلو په تازه بریدونو کې د ۶۲ فلسطینیانو وژل کېدل

یوازې په تېرو  ۲۴ ساعتونو کې، لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان په غزه تړانګه کې د اسراييلو په تازو برېدونو کې وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکي، محمد ضیر و ویل:"موږ په کور کې وو او د یوې سترې چاودنې غږ مو واورېد او موږ د پېښې ځای ته ولاړو. لکه څنګه چې تاسو د وینو نښې وینئ، ډېر خلک په ځمکه غورځېدلي وو. یوازې په دې ځای کې شاوخوا ۱۵ شهیدان وو."

له دې سره سم، اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې دوی په شمال کې د غزې تړانګې په شفا روغتون کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د دوی ځواکونو هم راید ثابت، د حماس یو له مخکښو مشرانو، وژلی دی.

د اسرایيلو د پوځ ویاند، دانیل هاګاري و ویل: څو شېبې مخکې، موږ د عمومي امنیت ادارې د اطلاعاتي برخې له لوري د حماس ډلې د لوړپوړو چارواکو له ډلې د راید ثابت د وژنې خبر ترلاسه کړ.

پر غزې تړانګې د اسراييلو بریدونو داسې مهال زور اخیستی چې په دغه ښار کې د ژوند د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي او دغه ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د غزه تړانګې اوسېدونکی، احمد المصري وايي: موږ نه خواړه لرو او نه څه چې وخورو. موږ یوازې کولی شو چې په لوږه کې وحشي سبزیجات او ګیا وخورو."

د هاګ نړۍوال محکمې هم په دې وروستیو کې اسرائیل ته امر وکړ چې د بشردوستانه مرستو  د رسولو او په غزه تړانګه کې د لوږې مخنیوي لپاره لازم چمتو والی ته اجازه ورکړي.

د هاګ نړۍوال محکمې هم په دې وروستیو کې اسرائیل ته امر کړی چې د بشردوستانه مرستو د رسولو او په غزه تړانګه کې د لوږې مخنیوي لپاره چمتو والي ته اجازه ورکړي.

Thumbnail

یوازې په تېرو  ۲۴ ساعتونو کې، لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان په غزه تړانګه کې د اسراييلو په تازو برېدونو کې وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکي، محمد ضیر و ویل:"موږ په کور کې وو او د یوې سترې چاودنې غږ مو واورېد او موږ د پېښې ځای ته ولاړو. لکه څنګه چې تاسو د وینو نښې وینئ، ډېر خلک په ځمکه غورځېدلي وو. یوازې په دې ځای کې شاوخوا ۱۵ شهیدان وو."

له دې سره سم، اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې دوی په شمال کې د غزې تړانګې په شفا روغتون کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د دوی ځواکونو هم راید ثابت، د حماس یو له مخکښو مشرانو، وژلی دی.

د اسرایيلو د پوځ ویاند، دانیل هاګاري و ویل: څو شېبې مخکې، موږ د عمومي امنیت ادارې د اطلاعاتي برخې له لوري د حماس ډلې د لوړپوړو چارواکو له ډلې د راید ثابت د وژنې خبر ترلاسه کړ.

پر غزې تړانګې د اسراييلو بریدونو داسې مهال زور اخیستی چې په دغه ښار کې د ژوند د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي او دغه ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د غزه تړانګې اوسېدونکی، احمد المصري وايي: موږ نه خواړه لرو او نه څه چې وخورو. موږ یوازې کولی شو چې په لوږه کې وحشي سبزیجات او ګیا وخورو."

د هاګ نړۍوال محکمې هم په دې وروستیو کې اسرائیل ته امر وکړ چې د بشردوستانه مرستو  د رسولو او په غزه تړانګه کې د لوږې مخنیوي لپاره لازم چمتو والی ته اجازه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه