Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا:داعش ته به د سوریې په رقه ښار کې ماته ورکړو

د امریکا متحده ایالات وايي چې د داعش ډلې ته به د سوریې په «رقه» ښار کې ماته ورکړي.

د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف ته د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی برټ مک ګورک وايي چې د رقه ښار ۴۵ سنله له داعش ډلې څخه نیول شوی دی.

په همدې حال کې، دغه امریکايي چارواکی وايي چې واشنګټن داسې نه انګېري چې په سوریه کې د جګړې له پای څخه وروسته دې بشارالاسد حکومت ته دوام ورکړای شي.

د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې د امریکا ځانګړی استازی برټ مک ګورک وايي چې په شپږو وروستیو میاشتو کې، داعش ډلې ته ډېره مرګ ژوبله رسېدلې ده.

هغه وايي چې داعش په دغو شپږو میاشتو کې د خپلې واکمنۍ ستره برخه له لاسه ورکړې ده.

د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازی برټ مک ګورک وايي:«کابو ۳۰ سلنه سیمې چې له داعش څخه نیول شوې دي، یعنې ۲۰ زره کیلو متره مربع، په شپږو وروستیو میاشتو کې له دغې ډلې څخه نیول شوي دي.»

هغه ښار چې د امریکايي چارواکي په وینا، ۴۵ سلنه سیمه یې له داعش څخه نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه:«کابو شپږ میاشتې مخکې، داعش پر رقې د برید په پلان جوړولو بوخت وه.هغوی د امریکا پر محتده ایالاتو او زموږ پر متحدان، د رقې ښار له بنیخ بنسټونو څخه په کار اخیستنې پلان جوړاوه، خو نن داعش په رقه ښار کې د هغو ودانیو د دفاع لپاره جنګېږي چې له لاسه به یې ورکړي. د داعش جنګیالي د ژوندي پاتې کېدو لپاره جنګېږي.»

په سوریه کې کابو اوه کلنې جګړې، د دغه هېواد د ښارونو ډېری بیخ‎بنسټونه له منځه وړي دي او د نړیوال بانک په وینا، د دغه هېواد د بیارغولو لپاره څه باندې ۲۰۰ مېلیارده ډالرو او یا هم له هغې څخه زیاتو پیسو ته اړتیا ده.

د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازی وايي چې د نړۍ هېوادونه هغه وخت به د سوریې له بیارغونې سره مرسته وکړي چې د داعش په وړاندې جګړه پای ته ورسېږي او په سوریه کې سیاسي ټیکاو رامنځته شي،هغه هم د بشارالاسد له شتونه پرته.

برټ مک ګورک څرګنده کړه:«د دغه بهیر په پای کې چې د هغه وخت هم څرګندوی نه شو، موږ نه انګېرو چې بشارالاسد په واک کې وي.څه د اساسي قانون د تعدیل او څه هم د ټاکنو له لارې یا د دواړو له ترکیب څخه، دا ډېره مهمه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې سپنې ماڼۍ ویلي چې یوازې له داعش سره مبارزې ته متمرکز دي او د بشرالاسد د حکومت د پرځولو په لټه کې نه دي.

له دې وړاندې، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما،په سوریه کې له واک څخه د بشارالاسد لیرې کېدل یوه اړتیا بللې وه.

د عراق د موصل ښار له ازادېدو وروسته چې د داعش دویمه پلازمېنه یادې ده، اوس د سوریې د رقه ښار د ازادېدو وار رسېدلی.

شریک یي کړئ