Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان مک‎کین د مغزي سرطان په ناروغۍ اخته دی

د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناټور جا مک‎کین معالج ډاکټران وايي چې دغه مشهوره سناټور د مغزي سرطان څخه کړېږي او ټینګې وینې د هغه د سترګو پر سر یوه نوې غوټه رامنځته کړې ده.

د دغو ډاکټرانو په وینا، دم‎ګړۍ ښاغلی مک‎کین تر درمنلې لاندې دی؛ خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

ټاکل شوې ده چې ډاکټران د هغه د عملیاتو په څرنګوالي کار وکړي.

جان مک‎کین چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله‎ییزو چارو کمېټې رییس هم دی، په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د حضور یو له سرسختو پلویانو څخه دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه په اړه لیکلي دي:«سناټور جان مک‎کین تل یو مبارز وه.زه او مېلنیا د جان مک‎کین او د هغه د کورنۍ په فکر کې یوو او د هغه لپاره دعا کوو.د عاجلې روغتیا په هیله.»

له بلخوا د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپل ټوېټر په پاڼه لیکلي:«جان مک‎کین یو له واقعي اتلانو او یو زړور جنګیالی دی چې پېژندلی مې دی، سرطان نه پوهېږي چې له چا سره مخامخ دی.»

سناټور مک‎کین په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې په اړه ویلي وو، چې ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت له ډلې د مشورې په حال کې دی او د واشنګټن نوې تګلاره به په دغه هېواد کې د جګړې د بریا لامل شي.

هغه زیاته کړې وه چې د افغانستان په اړه د امریکا د ملي امنیت د ډلې سلامشورې تراوسه هم روانې دي.

ښاغلي مک‎کین ویلي وو:«زه باور لرم چې ولسمشر د خپل ملي امنیت پر ډلې ستر باور لري. زه باور لرم چې ډېری وختونه هغه د دغې ډلې د غړو مشورې مني.ایا هغه تل له دغې ډلې څخه مشورې اخلئ؟ ځواب یې نه دی او دا چې هغه تل مشوره نه اخلي زه ځورېږم.»

شریک یي کړئ