Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عراق په موصل کې د لسګونو ملکي کسانو وژنه

د راپورونو له مخې د عراق په موصل ښار کې وروستیو ورځو کې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې او د وژل شویو کسانو مړي د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمه کې پاتې دي.

ویل کېږي یاد ملکي کسان په داسې حال کې وژل شوي دي چې غوښتل یې له خپلو کورنو څخه امنو ځایونو ته وتښتي.

د عراقي ځواکونو پلویان د وژل شویو ملکي کسانو اصلي لامل د داعش ډله بولي.

د ازاد برماد انساني ټولنې کومانډو ټولنې مشر، ډیوېډ ایبونک وايي:"دوو وروستیو ورځو کې د داعش ډله پر خلکو چې له سیمې تښتې ډزې کوي. پرون مو کابو ۱۰۰ مړي ولیدل. موږ له امریکايي او عراقي ځواکونو سره کار کوو، تیره ورځ وتوانیدو چې یوه ماشومه او یو بوډا وژغورو. او ډېر شمېر کسان شته چې بند پاتې دي او د ژغورنې لاره یې نشته، ځکه چې جګړه دوام لري."

د موصل زنجیلي سیمه د داعش په واک کې ده، عراقي ځواکونه وايي په نورو سیمو کې یې دې ډلې ته ماته ورکړې، خو د ملکي کسانو ژوند ته پام سره یې پوځي عملیات پڅ دي.

عراقي پوځ یوه چارواکي، بریدجنرال مهدي عباس وايي:"په زنجبیلي کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه زموږ پرمختګ پڅ دی. دا په موصل کې د داعش وروستی تم‎ځای دی. داعش ۳ او ۴ کورنۍ په یوه کور کې ځای پر ځای کوي او بیا بمونه خښوي، او د ډال په توګه ترې کار اخلي."

د موصل جګړې پیل راهیسې سلګونه کسان بې‎کوره شوي دي، خو د شمېرو له مخې کابو ۲۰۰ زره لا هم د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې دي.

اوس‎مهال عراقي ځواکونه د موصل درېیو برخو کې له داعش سره په نښته بودخت دي، خو عراقي ځواکونه وايي چې یوازې په زنجبیلي سیمه کې د دوی پوځي عملیات پڅ دي

شریک یي کړئ