رپوټونه رسوي چې د لنډن په مټرو سیستم کې یوه چاودنه شوې ده.
د رپوټونو پربنسټ، د دغې چاودنې په پایله کې څو تنه ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې، ویل کېږي چې د لنډن امنیتي ځواکونو ځان د پېښې سیمې ته رسولی دی او څېړنې روانې دي.
د انګلستان پولیس وايي چې دغه چاودنه د مټرو په «پارسونزګرین» تمځای د لنډن په لوېدیځ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وايي، چې د دغې چاودنې ډېری ټپيان سوځېدلي دي.