د امریکا فلوریډا ایالت ته د ایرما توپان نېږدې شوی او له دې ښاره د وګړو د وتو ورکړل شوې موده هم پایته رسېدلې ده.
د فلوریډا ایالت والي، ریک اسکاټ د دې ایالت اوسیدونکو ته ویلي دي، هغه کسان چې په خپلو کورونو کې پاتې دي پنډغالو ته دې ولاړ شي او په سرکونو کې دې له تګ راتګ ډډه وکړي.
د ایرما توپان له څو ټاپوګانو څخه په تېریدو سره کیوبا ته ورسید او اوسمهال د فلوریډا ایالت پر لور روان دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې اوسمهال د فلوریډا په سویل، کېوسټ ټاپو کې د باد سختې څپې لګیږي.
د فلوریډا چارواکي وايي چې په کېوسټ کې هیڅ سیمه د خلکو لپاره امنه نه ده.
په همدې حال کې د میامې ایالت چارواکو هم خلکو ته د کورنو پرېښودو سپارښتنه کړې ده.
ویل کېږي چې د ایرما توپان له ۵درجو سره چې د هوا پېژندونکو ادارو له تر ټولو لوړه درجه ښودل شوې ده، د کیوبا له شمال څخه تېر شوی دی او د برېښنا مزي یې پرې کړي دي.
اوس مهال توپان د ۳ درجو په چټکتیا سره په ساعت کې ۲۱۵ کیلومټره لار کچ کړې ده.
په کوبا کې د دې توپان له امله اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړی شوی، خو ویل کېږي چې د توپان له پیله مخکې یو میلون کسانو خپل کورونه پرېښي دي.
د ایرما توپان تېرو سلو کلونو کې د اطلس اقیانوس تر ټولو ځواکمن توپان بلل کېږي او ښايي چې په فلوریډا کې سخت زیانونه واړوي.