Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر له امریکا د اف -۱۵ ډوله جنګي جېټ الوتکو د پیر تړون لاسلیک کړ

دغه ۱۲ مېلیارد ډالري تړون، د چهارشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۲۴مه)د قطر د دفاع وزیر او امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیز ترمنځ په واشنګټن کې لاسلیک شو.

د قطر دفاع وزارت وايي چې دوحې د چهارشنبې په ورځ د ۱۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت د اف – ۱۵ جنګي جېټ الوتکو د پېر تړون یې ، له امریکا سره لاسلیک کړ.

د قطر د خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه تړون د قطر د دفاع وزیر خالد العطیه او د امریکا د وزیر جېمزمټیز ترمنځ په واشنګټن کې وتړل شو.

پنټاګون په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«دغه تړون کولای شي د قطر وړتیاوې لوړې کړي او همدارنګه د امریکا او د دغه هېواد همکاریو ته به پراختیا ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د امریکا متحده ایالاتو کانګرس،هوکړه کړې وه چې جنګي جېټ په قطر وپلوري،خو دغه تړون اوس په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې ډېری عربي هېوادونو له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

د قطر د خبرې آژانس په حواله،د چهارشنبې په ورځ د دغو جېټونو دوه باله له قطر سره د ګډو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د دغه هېواد د حامد بندر ته رسېدلي دي.خو په دې اړه ډېر جزئیات په واک کې نه‎شته.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ،سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او یمن د دې په دلیل چې ګواکې قطر له ترهګرۍ ملاتړ کوي،خپلې اړیکې یې له دغه هېواد سره پرې کړې.

خو قطر دغه تورونه رد کړي او دغه اقدام یې د دغه هېواد د سیاسي منزوي کېدو لپاره «غیر منطقي» کړنه وبلله.

له دې سره په ورته وخت کې، ترکیې ویلي چې د منځني ختیځ له هېوادونو سره پاتېږي او همدارنګه له ریاض څخه غواړي چې تدبیر ترلاسه کړي او دغه کړکېچ ته«د خلیج کړکېچ»ته د حل لاره پیدا کړي.

له بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو رییس د چهارشنبې په ورځ، په قطر کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له احتمال څخه ګواښ کړی، شونې ده چې د دیپلوماټیک او اقتصادي پلوه له منزوي کېدو سره پر دغه هېواد تحمیل شي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیساری زید رعد الحسن په یوې بیانیه کې ویلي:«زه د عربي متحده اماراتو، مصر او بحرین د پرېکړې د احتمالي اغېزو په اړه چې له قطر سره د ډیپلوماټیکو اړیکو لپاره نیول شوی د بشري حقونو پر وضعیت اغېزه ونه کړي،اندېښمن یوو.»

شریک یي کړئ