د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې له غرمې وروسته اسیا ته خپل یوولس ورځنی سفر له چاپان څخه پیل کړ.
له ۲۵ کلونو وروسته دا د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې داسې اوږدمهاله سفر کوي.
ټاکل شوې چې، نوموړی جاپان، سوېلي کوریا، چین او ویتنام ته ولاړ شي .
تمه کېږي چې ټرمپ به د سوېلي کوریا او د چین له چاوراکو سره د شمالي کوریا اټومي فعالیتونه وغندي.
نوموړی به چین ته په سفر کې له دې هېواد څخه وغواړي ترڅو پر شمالي کوریا فشارونه زیات کړي چې له دې فعالیتونو لاس واخلي .