سلګونو کډوالو په یونان کې د آلمان سفارت مخې ته د پناهغوښتنې وړاندیزونو ته د نه پاملرنې له امله لاریون وکړ.
دوی وايي چې د کډوالو په پنډغالو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، او د المان حکومت یې باید غوښتنو ته پام وکړي.
دغه کډوال له دوو کلنو راهسې د یونان په کمپونو کې خپلې شپې او ورځې تیروي.
د ځینو هیوادونو تړلې دروازې او له ترکیې سره د اروپايي ټولنې هوکړه لیک د دې لامل ګرځیدلی چې دغه کډوال په کمپونو کې له نا معلوم برخلیک سره خپلې شپې او ورځې تېرې کړي.
یو تن سوري کډوال، مالک رحمان څرګندوي:«انتظار صبر ستونزې نور بس دي. زه له دوو کلنونو راهسې په یونان کې له زیاتو ستونزو سره مې مبارزه کړې ده. زه له اوو کلنو راهسې په سوریې کې له دا ډول ستونزو سره مخ وم. غواړم ماشومان مې ښوونځي ته ولاړ شي.»
بل سوري کډوال، محمد بتار زیاتوي:«د کډوال دغه بد وضیعت ما ډېر ځوروي. کله چې په سویدن کې ما پناه واخیسته زما ژوند هلته ډیر ښه وه. زه په ډیره ښه توګه د کډوال درک کوم دوی پیسو یا خوراک لاسته راوړو لپاره اروپا ته نه دي راغلي. دغه د جنګړو کډوال دي.»
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه له خپلو متحدینو سره هوکړې ته رسیدلې وه ترڅو هر هېواد د یونان او ایتالیا له کمپونو څخه به ټاکلي شمېر کډوال ومني.
خو پرته له جرمني نور یو هیواد هم تراوسه پر خپلو کړو ژمنو ولاړ نه دی.