Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د موصل ورانو سیمو د ملکي کسانو ویستو لړۍ دوام

د عراق ښه ختیځ کې د موصل ښار له ورانو شویو سیمو څخه د ملکي کسانو د ویستو لړۍ دوام لري. که څه هم عراقي ځواکونو له داعش سره د جګړې بریا په موخه خپله بریا ولمانځله، خو ویل کېږي چې لا هم په دې ښار کې داعش وسله‎وال شتون لري.

همداراز د موصل اوسيدونکي د دې ښار د آزادولو پوځي عملیاتو کې د خپلو خپلوانو له وژل کېدو وايي.

د عراقي ځواکونو پرمختګ سره ډېر شمېر ملکي کسان له خپلو کورنو بهر شوي او امنو سیمو ته تلي دي، خو عراقي پوځي چارواکي څرګندوي چې ډېر شمېر دا ملکي کسان د داعش ډلې د کورنیو غړي دي.

د عراق پوځي افسر، سعدمحمد څرګندوي:«ملکي کسان د جګړې له کرښې امنو سیمو ته لېږدول کېږي. کله چې مو ورسره خبرې وکړې، د ډېرو ښځو مېړونه له عراقي پوځیانو سره په نښته کې وژل شوي دی.»

په دې نښته کې ډېر شمېر ملکي کسان قرباني شوي دي.

د موصل اوسېدونکی، عمار محمد وايي:«مېرمن مې دلته وه او خلکو ته یې ډوډۍ پخوله. له برید څخه مخکې زه ولاړم چې اوبه راوړم، کله چې راغلم پر کور مو بمبار شوی دی.»

دوه ورځې له دې پېښې عمار خپله ۱۹ کلنه لور له لاسه ورکړې وه.

دی وايي:«څه فکر کوئ چې څه احساس به لرم؟ څلور تنه د کورنۍ غړي مې وژل شوی دي او یوازې یو ماشوم مې پاتې دی چې هغه هم ټپي دی، نوم یې یوسف دی.»

ډېر شمېر کسان هم د امبارونو لاندې شوي دي او مدني دفاع ډله یې د ژغورنې دنده پرغاړه لري.

د یادې ټولنې مسوؤل، عباس خدیر وايي:«تر اوسه مو کابو ۸۰۰ تنه ژغورلي دي. یوازې په دوو وروستیو ورځو کې مو ۳۷۵ تنه د امبارونو لاندې راویستي دي.»
 
عراقي ځواکونو کابو لس میاشتې مخکې له داعش ډلې د موصل ښار پاکوونې لپاره پوځي عملیات پیل کړل، او ویل کېږي چې لا هم پو یو شمېر سیمو کې د داعش وسله وال شته دي

شریک یي کړئ