مرستندویه ټولنې د موصل په لویدیځې برخه کې د بې ځایه شویو کورنیو د بد وضیعت له کبله اندیښنه ښودلې ده او وايي چې د جګړو زور اخیستو او پراختیا د موصل اوسیدونکي يې د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.
د زوړ ښار د نیولو له کبله عراقي ځواکونو جګړه سخته کړې ده ، د دوی پرله پسې بریدونه دغه ستړي او ناروغ اوسیدونکي د زوړ ښار پرېښودو ته اړ کړل.
مرستندویه ټولنې وایي، د جګړې له دوام سره زیاتره خلک خپل د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړل او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
په همدې حال کې د عراق پوځي چارواکي وایي، په هغو سیمو کې چې داعش ماینونه خښ کړي وه یادې سیمې د چاودیونکو توکو له شتون څخه پاک شوي دي.
د عراق د پولیسو یو قومندان، شاکر جاودات څرګندوي:«اوس هم د جګړې په سیمه کې یو شمیر کورنۍ ایسار دي. د دښمن او زموږ د سرتیرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.او په ټول هغو برخو کې چې ماینونه خښ شوي وه یادې سیمې د چاودیدونکو توکو له شتون څخه پاک شول.»
د عراق پوځ د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د موصل ښار د نیولو عملیات پیل کړل او اوس د ښار د نیولو او د خپلو بریایوو ته نږدې شوي دي، هغه بریالیتوب چې ډیر مالي او ځاني تلفات یې له ځان سره لاره.