Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې دکورنیو چارو او ملي امنیت سرپرستان دې جرګې ته رابللي وو

ولسي جرګې د ملي امنیت شورا سلاکار، د کورنیو چارو نوماند وزیر او د ملي امنیت سرپرست مخ پر ډېرېدونکې ناامنۍ، فساد، نا قانونه ګومارنو او لرې کولو، ملیشې جوړونې او نورو ستونزو ته د ځواب ویلو لپاره د جرګې نننۍ غونډې ته ورغوښتي وو. 

د ولسي جرګې ځينې غړي وایي چې حکومت د امنیتي میثاق په نوم پر هغو کسانو زرګونه میله وسله وېشلې ده چې د هېواد په عدلي او قضايي ادارو کې دوسیې لري.
 
د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده وايي:«ټول هغه کسان چې دغه وسله اخلي لنډغر او هغه کسان دي چې دوسیې لري.»
       
د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ هم وویل:«هغه د دوی مخکینۍ وسلې چې دوی خښې کړې وې، چې غصب یې کاوه، قتل یې کاوه، وحشت یې کاوه، نن بېرته د همدغه حکومت له لاسه حمایه کېږي.»

 خو امنیتي چارواکي وایي ځينې هغه کسان چې په یو شمېر ولایتونو کې یې وسله اخیستې ده، په ولسي پاڅونوالو پورې اړوند دي او د امنیتي میثاق په طرحه کې د ملیشې جوړونې، یا د وسلو د وېش په نوم څه نشته.
            
د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج وویل:«په خپلو ټولو ولایتونو کې نامسووله وسله وال لرو او دوی په خپل لاس کې وسله لري او له همدې امله موږ د دې لپاره چې د دوی ځينې منفي لوري ته ولاړ نه شي هڅه کوو په یوه بې پرې مثبت چوکاټ کې استفاده وکړو.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم وايي:«په امنیتي میثاق کې هېچا اوهېڅ کس ته وسله نه ورکول کېږي.»

بل خوا د ولسي جرګې ځيني غړي یو شمېر جګپوړي دولتي چارواکي او سیاستوال په کورنیو چارو وزارت کې د کسانو په ناقانونه ګومارلو او لرې کولو تورنوي.
        
د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان څرګنده کړه:«مشران او چارواکي په خپله خوښه د حوزې امرین او قومندانان او حتا د دوی د رییسانو فرمایش هم ورکوي او ستاسو له لوري ګومارل کېږي.»

د ولسي جرګې د امنیتي او استخباراتي کمېسیون رییس خان آغا رضايي هم وویل:«د دغو وزارتونو پر ځای هغه څه چې کار کوي د امنیت شورا کې د تعیناتو بورډ جوړ شوی او په ټولو پوځي چارو کې هغوی ونډه لري.»

خو د کورنیو چارو وزارت مني چې ځينې هغه جنرالان چې د ملي امنیت شورا له لوري معرفي شوي دي، د کسانو د ګومارلو او لرې کولو په برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري کوي.

ښاغلی اندرابي دغه راز په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۰ زره تنو د نیولو خبر ورکوي او وایي چې دوه زرو ۵۰۰ پولیس له قانوني چلند سره مخ شوي دي.
   
د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي وویل:«په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۰ زره تنه نیول شوي دي.»

د ولسي جرګې غړې حلیمه صدف کریمي بیا نیوکه کوي او وايي چې دا واړه غله مله مو نیولي ولې ستر غله نه نیسئ:«هغه کسان چې وړې غلاوې کوي او د لوږې او بې وزلۍ له امله په ډېرو وړو جرمونو لاس پورې کوي ټوله ورځ هغوی انعکاس کوئ خو لوی غله نه افشا کوئ.»

د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج وایي چې یوازې په تېرو شلو ورځو کې نږدې اتیا ترهګر نیول شوي دي:«موږ له داسې کسانو سره سر او کار لرو چې وړې مړې غلاوې نه کوي، هغه کسان نیسو چې د خپلواکۍ په ورځ د توغندیو په توغولو کې لاس درلود.»

د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نه و راغلی.

شریک یي کړئ