Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین غونډه؛ متقي د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو سره ولیدل

د افغانستان په هکله د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه غونډه نن (چهارشنبې) په چین کې جوړه شوه.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې دغه هېواد ته تللی دی، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په دغې درې اړخیزې غونډه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې او پر سیمه ییزې همکارۍ ټنګار وکړ.
 
د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله ویلي دي:«په نننۍ درې اړخیزه غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، لېواله دی چې درې اړخیزه ناسته بیا ژوندۍ شي او د دغو درېیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د یوه میکازنیزم له لارې خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي وانګ یي زیاته کړه چې، دغه درې واړه هېوادونه باید په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې همکارۍ لاپسې پراخې کړي.»

په ټوېتري پیغامونو کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي دي راغلي دي:«مولوي امیرخان متقي د دغه ډول غونډو د جوړولو له امله له چین هېواده مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، د افغانستان نوی حکومت له چین او پاکستان سره نږدې اړیکې لري. ښاغلي متقي وویل، د سیمه ییزو همکاریو په برخو کې فرصتونه ښه شوي او اوس دې ته اړتیا ده چې، د دغو درې واړو هېوادونو همکارۍ لاپسې پراخې شي. نوموړي زیاته کړې چې، افغانستان د پور اخیستنې پر ځای له سیمې سره اقتصادي مشارکت ته لېواله دی.»

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ایران، پاکستان، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې استازو ګډون کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې ویلي چې، افغانستان  د نړۍوالو د ډېر پام مستحق دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندوي:«خوشحاله یم چې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره په چین کې یم. افغانستان د نړۍوالې ټولنې د ډېر پام مستحق دی. ایران او چین له خپلواکۍ، ملي یووالي او د برخلیک په ټاکنه کې د خلکو پر حقونو ټینګار لري او هیله من دی چې، د سوکاله او تعامل کوونکي افغانستان لیدونکی واوسي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی جاوېد سنګل وايي:«ټولې سیمه ییزې او نړۍوالې غونډې ټولې سیاسي دي او ټول هېوادونه چې ګډون یې کړی د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.»

له دې سره سم، کابل هیله من دی چې، د دغې غونډې پایله د افغانستان په ګټه تمامه شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«په ډپيلوماټیکو، اقتصادي، سوداګریزو او نورو موردونو کې دې لمس کېدونکي پرمختګونه وشي او هغه پړاو ته ورسېږو چې ستونزې کمې وي.»

له بل لوري رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې، ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې په بیجینګ کې د افغانستان د مسایلو په تړاو د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو تر منځ یوه بله غونډه هم جوړه شي. 
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه ټویټ کې ویلي چې، افغانستان  د نړۍوالو د ډېر پام مستحق دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه