Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو تر څنګ پر تعامل ټینګار کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان سرپرست حکومت د یو ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته وهڅوي.

یاد وزارت له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل هم ټینګار کوي او زیاتوي چې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د افغانستان د مسالې په اړه د سیمې هېوادونو تر منځ د لا پراخې اجماع لامل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نېنګ په یوې خبري ناسته کې ویلي: «نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له لنډ مهالي دولت سره خبرې او تعامل ډېر کړي. د افغانستان د بیارغونې او پراختیا لپاره د هغوی له هڅو ملاتړ وکړي او هغوی د یوه ټول ګډونه دولت جوړولو، مناسب چلند، له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو پراخولو او له ترهګرۍ سره مبارزې ته وهڅوي.»

د چین بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه چې ټاکل شوې په هغې کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران ګډون ولري، د افغانستان د مسایلو په تړاو د سیمې هېوادونو د اجماع لپاره ښه بستر وي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې د دوحې غونډې په څنډه کې ویلي، بېجېنګ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا د دوه ګوني سیاست مخالف دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ وايي: «امریکا باید د افغانستان د اوسني او راتلونکي بیا رغونې مسوولیت پر غاړه واخلي، ځکه د امریکا شل کاله نظامي اشغال په دغه هېواد کې د لویو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی دی. موږ له ډېریو نورو ګډونوالو هېوادونو سره له امریکا غواړو چې، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. موږ همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر مهال د امریکا له دوه ګوني چلند سره مخالف یوو.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وايي: «د اسلام‌اباد ناسته د دوحې ناستې اړوند تر سره کېږي، په‌دې ناسته کې احتمالاً د طالبانو د حکومت او د افغانستان د راتلونکې لید روښانه کېږي.»

ورته مهال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه د چین له لیدلوري هرکلی کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین زیاتوي: «موږ د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له څرګندونو هرکلی کوو چې ویلي یې دي چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان له حکومت سره اړیکې او تعامل ولري.»

د ویلو ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به د جمعې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي او په‌دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو، سیمه ییز ثبات او ټرانزیت په تړاو خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه