د پروان سیمهییز چارواکي وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د تازه فرمان پر بنسټ، د مرغانو ښکار، پېر او پلور منع دی او له دې وروسته به پهدې ولایت کې د مرغانو د ښکار جدي مخنیوی وکړي.
د پروان د چاپېریال ساتنې رییس حفیظ الله منصور وايي: «د اسلامي امارت له مشرتابه څخه موږ ته یو فرمان راغلی چې مکمل ښکار منع دی، که هغه د هر څه وي.»
په همدې حال کې د پروان یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له کلونو راهیسې د مرغانو ښکار، پېر او پلور سره د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.
اسدالله چې له پنځوسو کلونو راهیسې په ښکار بوخت دی، وایي، ښکار ته یې د زیاتې لېوالتیا له امله لا هم د مرغانو په څېر بوتانو له جوړولو سره، د مرغانو ښکار ته لار هواروي.
په پروان کې ښکاري اسدالله وايي: «دا یو ډېر سوځنده شوق دی، کله چې د هیلیو د نیولو وخت وي که هر څومره بېخوبه واوسم، که د یوه، دوه بجې یا سهار وختي وي، زه پورته کېږم د ښکار ځای ته راځم.»
په پروان کې یو بل ښکاري شهاب الدین زیاتوي: «موږ یې د پلور لپاره نه ښکاروو، ځان لپاره یې ښکاروو.»
بلخوا ښکاریان او د مرغانو پلورونکي که د کار زمینه ورته برابره شي، د ژویو او مرغانو له ښکاره به ډډه وکړي.
په پروان کې د مرغانو پلورونکی منصور شاه وايي: «د یوې کورنۍ ګټیالي یوو، خپلې کورنۍ ته څه ورکړو؟ هو، دولت دې موږ ته یو کار برابر کړي، کار ته به ځو، دا کسب پرېږدو.»
په پروان کې د مرغانو یو بل پلورونکی حبیب زیاتوي: «دوی چې دا کار کوي، یو یا دوه روپۍ ګټه ورته پاتې کېږي، په همدې یې قناعت کړی دی، که دوی دا کار و نهکړي؛ نو څه به کوي؟»
د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهانو په باور په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د ژویو او مرغانو خورا زیات ښکار له امله د یو شمېر ژویو او مرغانو نسل له ورکېدو سره مخ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه