Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځينو مرغانو د پښت له‎منځه تللو په اړه اندېښنې

نن (د مۍ لسمه نېټه) د کډوالو مرغانو له نړیوالۍ ورځې سره سمون لري. کابل کې د حشمت خان کول د کډوالو مرغانو د تم‎ځای او همدارنګه د هېواد د پخوانیو شاهانو ښکارځای په توګه پېژندل کېږي.

کډوال مرغان، له دغه کول او د نیو له بوټو د وري او غوايي په میاشتو کې د هګیو اچولو او همدارنګه تم‎ځای او لنډمهاله استوکنځي په توګه کار اخلي.

له ۱۳۵۹کال څخه مخکې د حشمت خان په کول کې، ۱۵۷ ډوله الوتکو تګ راتګ کاوه او اوس دغه شمېر کم شوی دی.

د حشمت خان کول ۱۹۱ هکتاره پراخوالی لري. او د دغه ځای د ساتونکي په وینا مرغان تر ډېره د وري او غوايي په میاشتو کې په دغو بوټو کې ځالې جوړوي او یو شمېر یې هګۍ هم اچوي.

د حشمت خان کول ساتونکی فرید وویل:«له هر هېواده دلته کډوال مرغان راځي؛ له هند او همدارنګه سایبریا څخه هم راځي. الوتکي له دې ځایه تېرېږي، له دې ځایه د لنډمهاله استوکنځي په توګه کار خالي او راځي او د یوې او دوه میاشتو لپاره او کله هم یوه ورځ خپله سټړیا نیسي او د دې پر بنسټ چې کډوال دي له دې ځایه بېرته ځي.»

بلخوا د کابل د چاپیریال ساتنې ادارې رییس د کډوالو مرغانو د نړیوالې ورځې له امله په خپل کور کې د ګل د مرغانو پناه ځای په نوم د ګلانو نندارتون جوړ کړی دی.

نوموړی په هېواد کې مرغانو ښکار د مهاجرو مرغانو د له منځه تلو په وړاندې جدي ګوښ ګڼي.

د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې رییس کاظم همایون په دې اړه څرګنده کړه:«د ښکار له‎منځه تللو یو لامل د رزق لپاره دی. په پروان، پنجشېر او کاپیسا کې پراخې بې وزلۍ ته په پاملرنې سره ډېری تلفات کډوال الوتونکي لري چې دا کېدای شي یوه ستره اندېښنه وي.»

مهاجر مرغان د کال په هر فصل کې هرې سیمې ته ځي. خو د چاپیریال ساتنې اداره وايي د دغو مرغانو ښکار د دې لامل شوی چې د تېرو کلونو په پرتله لږ شمېر دا مرغان افغانستان ته راشي.

د کابل چاپېریال ساتنې رییس وايي چې په کاپیسا، پنجشېر او پروان کې د مرغانو ښکار د دغو الوتکو پښت د له منځه وړلو له کواښ سره مخ کړی دی.

شریک یي کړئ