Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېټانیا: د خپلو وګړو د خوندیتوب په پار هر څه چې لازم وي ترسره کوو یې

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت مرستیاله په افغانستان کې د درې برېټانیوي وګړو د نیولو د ادعا په هکله وايي چې برېټانیا د خپلو وګړو د خوندیتوب په پار هر کار چې لازم وي ترسره به یې کړي.

دغه برېټانیايي چارواکې له خپلو وګړو غوښتي دي چې نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال له بشپړ احتیاطه دې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده په وروستیو دوو ورځو کې د سرپرست حکومت له خوا د درې برېټانیوي وګړو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزیره سولا براورمن وايي«هرڅوک چې د نړۍ خطرناکو سیمو ته سفر کوي باید له ډېر احتیاطه کار واخلي، که چیرې دا کار کوي، نو باید تل په خپل سفر کې د بهرنیو چارو وزارت پر سپارښتنو عمل وکړي او که‌چیرې د خلکو خوندیتوب ته خطر وي او که هغوی له هېواده بهر بریتانیوي وګړي وي، د برېټانیا حکومت به د هغوی له خوندېتوبه د ډاډمنتیا لپاره هر اړین کار ترسره کړي او دولت د مذاکرې په حال کې دی او سختې هڅې کوي چې د خلکو امنیت تضمین کړي.»

د سکای نیوز ټلوېزیون د معلوماتو له مخې، ښایي دغه درې بریتانویان په جون میاشت کې په درېیو جلا پېښو کې نیول شوي وي.

اسلامي امار تر اوسه په مشخصه توګه د دغو درېیو برېټانویانو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.
                                
د نظامي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وویل:«په افغانستان کې د درې برېټانیوي وګړو د نیولو په هکله د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې غبرګون د درک وړ دی. هره واکمني مکلفیت لري چې له خپلو وګړو ملاتړ وکړي؛ خو د نړۍوال اصل په اصولو کې د هېوادونو ملي قوانینو ته درناوی هم د بحث وړ دی.»
                                         
د نظامي چارو شنونکی سرور نیازی هم وايي:«کله چې یو بهرنیو وګړی یوه بل هېواد ته ځي، اړ دی چې د هماغه هېواد قوانین مراعات کړي. کله چې بهرنی وګړی د جاسوسۍ لپاره راځي یا داسې کارونه کوي چې د افغانستان د قوانینو پر خلاف وي او د افغانستان قوانین تر پښو لاندې کوي، هغه وخت افغانستان حق لري چې هغه ونیسي.»

تر دې وړاندې د برېټانیا د یوه خیریه بنسټ ویاند د شنبې په ورځ ویلي وو، چې دغه نیول شوي برېټانویان روغ رومټ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه