Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د لوګر د مس عینک څه باندې سل لرغوني اثار نندارې ته وړاندې شول

د موزیم له نړیوالې ورځې سره سم، اسلامي امارت په کابل کې د لوګر د مس عینک له سلو زیات لرغوني اثار نندارې ته وړاندې کړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له نړیوالې ټولنې غواړي، څو له اسلامي امارت سره خپل اختلافات پای ته ورسوي او له افغانستان سره د کلتور په برخه کې مرسته وکړي.

خیرالله خیرخواه وايي: «دا زموږ یو پیغام دی چې نړۍ ته یې ورکوو چې راځئ موږ او تاسو چې په هغه څه کې مشترکات لرو، هغه د سیاستونو ښکار نه‌کړو، هغه مشترکات چې هغه سیاست پورې اړه نه‌لري، دا تر هغه پورې و نه تړو او راځئ موږ د دې لپاره په ګډه کار وکړو، د هغه د حفاظت او ساتلو لپاره او بډایه کولو او غني کولو لپاره او ضایع کولو د مخنیوي لپاره.»

د دغو لرغونو اثارو مخینه د کوشانیانو او ساسانیانو دورو ته رسېږي.

د موزیم مسوول مایل کریمي وايي: «درنو چارواکو له موږ سره ژمنه کړې چې موږ له ملي موزیم سره همکار یوو او هڅه کوو چې یو معیاري ودانۍ جوړه کړو او تاسو چې کوم هنګر وړاندیز کړی، هغه هم جوړ کړو.»

له دې سره سم، د ملي موزیم رییس وايي، لا هم د لرغونو اثارو قاچاق روان دی، خو په وینا یې اسلامي امارت هڅې کوي چې مخنیوی یې وکړي.

د ملي موزیم رییس زبیر عبادي وايي: «دلته چې کوم اثر اوس تاسو وینئ، له خامې خاورې جوړ شوی بودا پر لوتوس ګل ناست دی چې په انګلیسي کې ورته لوتوس وايي، او په فارسي کې ورته ابي نیلوفر وايي او دا د بودا د وخت مذهب څرګندونه کوي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وايي، له دغه وزارت سره ۲۵۰۰ لرغوني اثار ثبت دي او په وینا یې بیارغونې ته هم اړتیا لري.

عتیق‌الله عزیزي وايي: «له دوو زرو نه نیولې تر پنځه زرو پورې هغه زموږ تاریخي ابدې دي چې هغه سجل او ثبت شوې دي، دا ترمیم او استحکام ته اړتیا لري، باید نړیوال په‌دې برخه کې له موږ سره بشپړه ونډه واخلي.»

د افغانستان ملي موزیم د ۱۲۹۷ او ۱۲۹۸ هجري-لمریز کلونو په منځ کې د کابل په باغ بالا سیمه کې د صندوق خانې په نامه چې بیا وروسته یې نوم پر عجایب خانه بدل شو، جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه