Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د کوکنار کښت او نشه‌يي توکي قاچاق ته اجازه نه ورکوو

کورنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت له نشه‌يي توکو سره مبارزې ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې د کوکنارو کښت او نشه‌يي توکو قاچاق وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت زیاتوي، تر دا مهاله يې څه باندې ۷ زره تورن کسان نیولي او شاوخوا ۹ زره هکټاره ځمکه يې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي وايي: «اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې چا ته به د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار په اړه اجازه ور نه‌کړي، څو په‌دې عمل لاس پورې کړي او که بیا هم دا عمل څوک تر سره کوي؛ نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي کېږي.»

ورته مهال یو شمېر کروندګر زیاتوي، حکومت باید بزګرانو ته د کوکنارو د کرلو د مخنیوي لپاره بدیل معیشت ورکړي.

بزګر حمیدالله وايي: «موږ د اسلامي امارت نه غواړو چې د کوکنارو کښت په بدل کې دې موږ ته اصلاح شوي تخمونه راکړي او د زراعت په برخه کې دې موږ ته روزنې راکړل شي.»

یو بل بزګر داد محمد زیاتوي: «د نشه‌يي توکو د کښت پر ځای موږ بدیل معیشت ته اړتیا لرو، ځکه اوس بزګران بدیل معیشت نه‌لري او د دې تر څنګ باید بزګران وروزل شي.»

بل‌خوا د روسيې د امنیت شورا سلاکار په مسکو کې له یوولسمې نړیوالې امنیتي غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وايي، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت کچه لوړه شوې او دا کار د هېوادونو امنیت ته ګواښ دی.

د سیاسي چارو شنونکی بلال احمد فاطمي وايي: «د روسي د امنیت شورا سلاکار اندېښنه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق په اړه دا یو سیاسي فشار دی او اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په‌دې برخه کې جدي مبارزه کړې ده.»

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د اطلاعاتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په موخه څه باندې ۶ زره عملیات تر سره شوي چې په پایله کې يې ۴ زره ټنه نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه