Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شپږو میاشتو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د څه باندې ۴ زره تنو نیول کېدل

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند همکار وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴۰۰۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

ښاغلی همکار، وايي چې په دغې موده کې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو څه باندې ۶۰۰ لویې او وړې کارخانې له‌منځه وړل شوې دي.

عبدالحق اخند همکار وویل:«په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزي ۳۶۶۹ عملیات شوي، چې په‌کې ۳۸۴۷ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي او دوسيې يې محکمو ته سپارل شوې دي.»

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د شمېرو له مخې، په دې لړ کې څه باندې ۳ زره ټنه تریاک، شیشه، هیرویین، چرس او نور نشه‌يي توکي هم نیول شوي دي.

ورته مهال د پوځي او سیاسي چارو ځیني شنوونکي په هېواد کې د نشه‌يي توکو د له‌منځه وړلو لپاره د نړۍوالې ټولنې همکاري مهمه ګڼي.

د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری څرګندوي:«په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار مخنیوي په اړه د نړۍوالې ټولنې همکاري ته اړتیا ده او په دې برخه کې باید نړۍوال همکاري وکړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځي هم وویل:«د نشه‌يي توکو کښت او تولید په برخه کې باید جدي مبارزه وشي او د دوی پر وړاندې باید پر قانون تجدید نظر وشي او هغو کسانو ته په‌کې سزا ډېره شي، چې د نشه‌يي توکو کار او بار کوي.»

بل خوا ځينې هېوادوال له سرپرست حکومت غواړي، چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق او کار او بار د مخنیوي لپاره باید د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي ونیول شي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد ولي وايي:«سرپرست حکومت باید د ملي او نړۍوالو قاچاق کوونکو د نیولو په برخه کې جدي اوسېږي ترڅو په هېواد کې د نشه‌يي توکو کار او بار کچه صفر ته ورسېږي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکی سمیع الله ناصري هم څرګندوي:«په هېواد کې د نشه‌يي توکو اصلي لامل قاچاق کوونکي دي، ځکه همدوی د نشه‌يي توکو کار او بار کوي او که ونیول شي، نو زموږ ځوانان به نشه‌يي توکو ته مخه نه‌کوي.»

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د اطلاعاتو پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستي یو کال کې شاوخوا ۱۳ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.

این مقام وزارت داخله می‌افزاید که در این مدت بیش از ۶۰۰ کارخانه بزرگ و کوچک مواد مخدر نیز در سراسر کشور از بین برده شده‌اند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه